Powered by RND
PoddsändningarStat och kommunد ژوند لاره - راه زندگی
Lyssna på د ژوند لاره - راه زندگی i appen
Lyssna på د ژوند لاره - راه زندگی i appen
(2 266)(249 698)
Spara kanal
väckarklocka
Sleeptimer

د ژوند لاره - راه زندگی

Podcast د ژوند لاره - راه زندگی
Dr. Mohammad Ashraf Ghani
له ولسمشر محمد اشرف غني سره د پودکاستونو په دې لړۍ کې د تېرو تجربو پر بنسټ د راتلونکي لپاره د لید جوړولو موضوع مرکزي نیول شوې او زموږ د گران هېواد، ارزښتونه، شت...

Tillgängliga avsnitt

5 resultat 33
  • Electricity (Part 1) | Dr. Ashraf Ghani
    حلول مبارکترین ماه سال، رمضانِ فیض رسان را به همه مسلمانان جهان، خاصه هموطنان عزیزخود تبریک و تهنیت میگویم.بختوره روژه دا ځل زموږ له نوبتي پودکاست سره چې نن یې موضوع په افغانستان کې د برېښنا د تولید سابقه او شالید دی، هم مهاله شوې ده. څه باندې یوه پېړۍ وړاندې د جبل السراج د کوچني بند له تولیدي برېښنا نه چې انجنیر یې امریکایی جوویت و، د کابل د ارګ څراغونه روښانه او په ګاونډ کې یې د ماشین خانې څرخونه تاو شول.جهان امروز صرف نظر از موارد دیگر، در بخش انرژی ‍برق هنوز به دو بخش دارا و فاقد ٱن تقسیم شده است که برداشتن این فاصله حد اقل بین ۳۵ تا ۶۰ ملیارد دالر سرمایه گذاری در سال نیاز دارد.دا لویه پانګونه د ډېرو هېوادو او په دې ډله کې زموږ د ګران افغانستان له توانه پورته او بې متقابلو همکاریو ناشونې ده.بدبختی ما اینست که وقتی اوضاع امنیتی برای راه اندازی اینگونه پروژه های بزرگ مساعد بود، امکانات اقتصادی وجود نه داشت و وقتی جهان توجه نشان داد، سلیقه های شخصی و «اژدهای خودی» سد راه آن شد.زه ټینګ په دې باور یم چې افغانان اوس پخپله د برېښنا د تولید په څېر لویو پروژو د پلي کولو مسلکي او مالي وړتیا او له نړۍ سره د همکارۍ ژبه لري، خو دا کارونه بې سیاسي مشروعیته ناشوني دي. په دې برخه کې زما یو وړاندیز د انکشافي مواردو له پاره کال په کال د یوې لویې جرګې رابلل دی چې ولس خپل فرصتونه او امکانات مخامخ وګوري او عملي ونډه واخلي.سابقه تولید انرژی برق در افغانستان در این پودکاست، مفصل تشریح شده که متن کامل آن از لینک های ذیل قابل دریافت است: https://mohammadashrafghani.com/dari/33rd-podcast/https://mohammadashrafghani.com/ps/33rd-podcast/https://mohammadashrafghani.com/33rd-podcast
    --------  
    57:24
  • Railway Network | Dr. Ashraf Ghani
    د میلادي پېړۍ په پیل کې د نوي حکومت له جوړېدو سره سم، په داسې حال کې چې لوېدیځو مرستندویانو زموږ د اورګاډي طرحې ته «نه» وویل، د ایران اسلامي جمهوریت لومړنی هېواد شو چې په دې برخه کې پانګونې ته راوړاندې شي.ایران در زمان رییس جمهور محمد داود نیز با تعهد یک ملیارد دالر، در زمینه احداث نخستین شبکه ملی خط آهن در افغانستان پیش قدم شده بود. هرچند طرح داودخان به علت کودتاها و نابسامانی های پیهم سیاسی در نیمه راه ماند، تلاش های ما در آغاز قرن ۲۱ به نتیجه رسید و راه های آهن از مرزهای غربی و شمالی به کشور رو به توسعه گذاشت.زموږ اټکل دا و چې د یوې یا یوې نیمې لسیزې په ترڅ کې به له یوې خوا زموږ د ګران هېواد ښارونه او کانونه د اورګاډي په پټلیو سره وصل شي او له بلې خوا به ددې ډول اتصالاتو په سیمه ییز هب یا مرکز واوړي چې لوېدیځه، منځنۍ او جنوبي آسیا سره ونښلوي. په دې کار سره هغې طرحې چې د سوئیز کانال فرانسوي طراح له افغانستان نه د بغداد – بمبئي لیکې د تېرولو له پاره یوه نیمه پېړۍ وړاندې جوړه کړې وه، د استعماري اهدافو پرځای د برابرې اقتصادي همکارۍ په بڼه تحقق مونده. اما زمان، ایستایی نه می پذیرد و در صورت دوام حالت بلاتکلیفی کنونی در کشور که بعلت عدم مشروعیت ملی و فقدان مقبولیت بین المللی نظام آن ایجاد شده است، اجماع همسایه ها در مورد مبدل ساختن افغانستان به حلقه وصل منطقه یی شاید از بین رفته و کشور ها به جستجوی راه های بدیل برآیند که نشانه های ابتدایی چنین رایزنی ها متاسفانه از همین حالا آشکار می شود.په دې خپرونه کې له ژمنې سره سم د افغانستان د اورګاډي په همدغو اړخونو او دغه راز په تاریخ، ننګونو او عملي حل لارو خبرې شوې دي. ددې مرکې بشپړ متن له نورو اړوندو اسنادو سره له لاندې لینکونو څخه تر لاسه کولی شئ:https://mohammadashrafghani.com/ps/32st-podcast/https://mohammadashrafghani.com/dari/32st-podcast/https://mohammadashrafghani.com/32st-podcast/
    --------  
    56:53
  • Infrastructure - An Overview (Part 1) | Dr. Ashraf Ghani
    د زېربنا بحث چې په دې خپرونه کې پرې غږېدلي یوو، د نړۍ له اساسي بحثونو څخه دی چې له هرې ورځې ورته توجه ډېرېږي. اټکل دی چې په یوه لسیزه کې دې برخې ته د نړۍ د هېوادونو له خوا جلا شوې پانګه، تر اویا ټریلیون ډالرو واوړوي.سابقه ایجاد زیرساخت ها در کشور ما به هزاران سال برمیگردد و به یقین می توان گفت که حد اقل دو هزارسال قبل از ایجاد راه ابریشم که ارتباط ما را با چین تامین کرد، کشور ما تاسیسات بنیادی برای انتقال کالاها و مسافران داشت. نمونه های برجسته مهندسی زیربنا سازی تاریخی در افغانستان را علاوه بر جاده سازی می توان در مدیریت آب دید که پیشینه آن به بین ۴ تا ۵ هزار سال میرسد.د بنسټیزو تاسیساتو له پاره په نړۍ کې یو ټولمنلی تعریف نه شته خو ټول هغه څه چې د انساني ژوندانه په آسانولو او د انسان په تدریجي هوساکولو کې ونډه ولري، په دغه ډله کې راوستلی شو. دا تاسیسات د ګډو ځانګړتیاوو ترڅنګ په جلا هېوادونو کې جلا بڼې لري، لکه زموږ د انتقالاتو سیستم چې غرنۍ جغرافیا ته په پام سره، د ډېرو نورو هېوادو په توپیر د تاریخ په اوږدو کې لږ د ارابو استعمال لري او عمدتاً د باري څارویو په شا ترسره کېږي.نکته کلیدی اینست که این ظرفیت در اصناف ما به صورت دوامدار وجود داشت، که در عصرهای مختلف به ضروریات ساختمانی ما در عرصه های مختلف زیرساخت ها پاسخ بدهد. حل این مساله در شرایط کنونی علاوه بر ایجاد و بسیج این نیروی کاری ، خواستار سرمایه گذاری ها بزرگ نیز می باشد.ددې مرکې بشپړ متن له نورو اړوندو اسنادو سره له لاندې لینکونو څخه تر لاسه کولی شئ:https://mohammadashrafghani.com/ps/31st-podcast/https://mohammadashrafghani.com/dari/31st-podcast/https://mohammadashrafghani.com/31st-podcast/
    --------  
    46:24
  • Mosques - Renovations and Constructions | Dr. Ashraf Ghani
    یکی از خواستهای مردم ما که در صحبتهای مستقیم و یا بالواسطه با من مطرح می کردند، اعمار مساجد در ولایات و ولسوالی های کشور بود که با احداث نزدیک به یک هزار مسجد در گوشه و کنار افغانستان به آن لبیک گفته شد. در ایجاد این مراکز مقدس، تنوع مذهبی، فرهنگی، جغرافیایی و مساله جنسیتی در نظر گرفته شده بود که در مورد همه این جوانب، در این برنامه صحبت می کنیم. د نویو ودانیو ترڅنګ موږ د خپلو لرغونو جوماتونو حفظ او مراقبت هم په همدغومره جدیت جاری وساته چې په ترڅ کې یې د شاه دوشمشېره، پُل خشتي او عیدگاه جوماتونه په اساسي ډول ترمیم او د ړنګېدو له خطر نه وژغورل شول او د هرات جامع جومات ته چې د تیموري دورې د معمارۍ یو شاهکار دی، د ترمیم یوه پنځه کلنه طرحه تصویب او پیل شوه.طرح من این بود که مخارج روزمره و دوامدار این مساجد و ملا امامان آنها، در کنار دولت از طریق اعانه های مردمی و مهمتر از همه احیای مجدد سیستم اوقاف که برای قرنها منبع تامین مادی مراکز مذهبی بود، انجام پذیرد.زما یوه لویه هیله په بالاحصار کې د هغه تاریخي جومات بیا ودانول و چې انګرېزانو له افغانانو سره په دویمه جګړه کې د غچ په ډول شهید کړی و. ددغه مسجد سم ځای مو هغه مهال له هڅو سره سره ونه شوای موندلی، خو له نېکه مرغه ددې خپرونې له ثبت وروسته، د برتانیا کتابتون د ۱۸۳۰مو کلونو په نقاشیو کې یې دقیق ځای وموندل شو. دغه انځور ددې خپرونې له متن سره خپرېږي. هیله من یم چې دغه مقدس ځای چې یو ستر شاهي جومات او د دُراني تېمورشاه له زمانې د کابل ښار سمبول و، زموږ د ولس له خوا د معاصر افغانستان د ۳۰۰ کلیزې په ویاړ پر هماغه ځای بیا ودان او وځلېږي.ددې مرکې بشپړ متن له نورو اړوندو اسنادو سره له لاندې لینکونو څخه تر لاسه کولی شئ:https://mohammadashrafghani.com/ps/30th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/dari/30th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/30th-podcast/
    --------  
    39:43
  • Historical Overview of Kabul City (Part 2) | Dr. Ashraf Ghani
    د خپل ګران پایتخت په اړه زما پرله پسې هڅه دا وه چې تاریخ یې هېر نه شي، هره برخه چې خاطرات یې د ساتلو دي وساتل شي، نیمګړې پاتې طرحې یې تکمیل شي او داسې ونه شي چې موږ هر یو له سره شروع وکړو او دا هېره کړو چې پلازمېنه مو زرګونه کلونه ریښه لري.طی دهه ها، سه چهارم شهر کابل به صورت پلان ناشده توسعه یافته و کوه ها و سطوح هموار آن عمدتاً خودسرانه تصاحب و مسکون شده است. برای مطابقت پایتخت با مقتضیات عصر حاضر نیاز است تا کوه ها و تپه ها و بخش هایی از سطوح هموار آن طی یک برنامه منظم تخلیه و برای اسکان و رفاه شهریان سر از نو تنظیم گردد.زموږ یوه طرحه دا وه چې آسمایي او شېر دروازه غرونه په لومړي ګام کې یو مخ زرغون شي چې ښار ساه واخلي او ښاریان او نور وګړي په کې د ونو منځ کې په پښو د ګرځېدو امکان ولري. ورسره جوخت کابل سیند ته ترتیبات نیول شوي وو چې کال دولس میاشتې له اوبو ډک وبهېږي.تهداب فکری و عملی و نقشه‌های تطبیقی برای همه این عرصه ها فراهم شده و من امیدوار استم که نسل های فعلی و آینده افغانستان روزی قادر شوند دیدگاهی را که من در مورد آینده شهر کابل عرضه کرده بودم و در این گفتگو به اختصار مجدداً تشریح شده است، در یک فضای مشروعیت عام جامه عمل بپوشانند و پایتختی را ایجاد کنند که در عین بازتاب میراث تاریخی آن، با پایتخت های مهم دور و نزدیک همسری کند.ددې مرکې بشپړ متن له لاندې لینکونو څخه تر لاسه کولی شئ:https://mohammadashrafghani.com/ps/29th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/dari/29th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/29th-podcast/
    --------  
    59:41

Fler podcasts i Stat och kommun

Om د ژوند لاره - راه زندگی

له ولسمشر محمد اشرف غني سره د پودکاستونو په دې لړۍ کې د تېرو تجربو پر بنسټ د راتلونکي لپاره د لید جوړولو موضوع مرکزي نیول شوې او زموږ د گران هېواد، ارزښتونه، شتمنۍ او وړتیاوې په کې سپړل شوې او څېړل شوې دي. د پودکاستونو دا لړۍ داود جنبش وړاندې کوي.این سلسله برنامه ها، به استقبال از سه صدمین سالگرد تاسیس دولت معاصر افغانستان که با سال ۲۰۴۷ مصادف است، تهیه و عرضه می شود و هر شماره آن به بخش هایی از حیات ملی و اجتماعی ما اختصاص داده شده است.
Podcast-webbplats

Lyssna på د ژوند لاره - راه زندگی, The Tristan Snell Show och många andra poddar från världens alla hörn med radio.se-appen

Hämta den kostnadsfria radio.se-appen

  • Bokmärk stationer och podcasts
  • Strömma via Wi-Fi eller Bluetooth
  • Stödjer Carplay & Android Auto
  • Många andra appfunktioner
Sociala nätverk
v7.10.0 | © 2007-2025 radio.de GmbH
Generated: 3/9/2025 - 9:17:59 PM